په خار کې د باجوړ پریس کلب په ودانۍ کې د فاټا لویې جرګې له خوا د فاټا د انضمام پر ضد پرېس کانفرنس ترسره شو، چې پکې ګڼ شمېر قبایلي مشران او عمومي ګډونوال موجود وو۔
په دې موقع د جرګې مشرانو ملک بهادر شاه، ملک محمدي شاه او نورو مشرانو وویل چې د ۲۰۱۸ کال ،د مې په ۳۱مه نېټه، د فاټا انضمام د قبایلو د رضا پرته ترسره شوی او دوي دا عمل “جبري انضمام” ګڼي۔
مشرانو وویل چې هر کال به د ۳۱ مې ورځ د فاټا د تاریخ “توره ورځ” په توګه لمانځل کېده، خو سږ کال د عیدالاضحی د رارسېدو او د حالاتو په نظر کې نیولو سره پرېکړه شوې چې د توره ورځ پر ځای به یوازې په ټول قبایلي سیمو کې ساده پرېس کانفرنسونه ترسره کېږي او د تور بیرغونو یا احتجاجي لاریونونو څخه به ډډه کېږي۔
دوي وویل چې د انضمام وروسته په قبایلي سیمو کې امنیتي حالات خراب شوي، د ادارو کارونه اغېزمن شوي او عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي۔
مشرانو له ولسمشر او وزیر اعظم پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د “فاټا” پخوانی قبایلي حیثیت دې بیا بحال شي او د قبایلو د فیصلې حق دې تسلیم کړل شي.

حسبان الله باجوړې