د چمن رېلوې سټېشن، د پاکستان په لوېدیځ سرحد د رېل پټلۍ وروستی تمځای دی، چې یو وخت د سوداګرۍ، مسافرو او سرحدي تګ راتګ ژوندی مرکز و.

خو اوس له تېرو لسو میاشتو راهیسي د رېل خدمات بند دي او دا تاریخي لاره په چوپتیا بدله شوې ده. دا ځای چې یو وخت یې شور او ژوند درلود، نن د ورکېدونکي میراث په توګه پاتې دی.

 

د شال نیوز د خبریال نعیم اچکزی دا ویډیوي راپور د همدې زړې کیسې یو لنډ انځور دی.