د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په بېلابېلو سیمو کې امنیتي وضعیت خراب شوی او ځايي خلک وایي چې د وروستیو بریدونو له امله په سیمه کې وېره او اندېښنې زیاتې شوې دي.
د بنو د هاتي خېل سیمي اوسېدونکي د وسلو سره سړکونو ته راوتلي او په بېلابېلو ځایونو کې یې ناکې لګولې دي. د شال نیوز ته رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې وسلوال ځايي خلک په سړکونو ولاړ دي او د سیمي امنیت یې په خپلو لاسونو کې اخیستی دی.
په ویډیوګانو کې ځیني کسان د حکومت مخالفه وسلوالو ډلو پر ضد سختې خبرې او ننګونې هم کوي. د ځايي خلکو په وینا، دوي دا ګام د سیمي د امنیت د لپاره اخیستی دی.
بل لور ته، د بنو د ډومیل تاڼې په حدودو کې د پولیسو او وسلوالو ترمنځ نښته روانه ده. د پولیسو سرچینو ترمخه، دواړه خواوې پر یو بل ډزې کوي او عملیات دوام لري.
سرچیني وایي چې په نښته کې یو پولیس سرتېری ټپي شوی دی. همداراز امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسلوالو له خوا کارېدونکی یو موټرسايکل هم نیولی دی.
د روانو ډزو او امنیتي وضعیت له امله په سیمه کې د وېرې فضا خپره شوې او خلک له سختو اندېښنو سره مخ دي. ځايي اوسېدونکي وایي چې د شپې او ورځې ډزو د خلکو عادي ژوند اغېزمن کړی دی.
د یادونې وړ ده چې ،د مې په ۹مه، د بنو د فتح خېلو په پولیس چوکۍ ځانمرګی برید شوی و، چې پکې ۱۵ پولیس سرتېري وژل شوي وو. له دغې پېښې وروسته په بنو کې امنیتي حالات ترینګلي شوي دي.
په همدې حال کې نن د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر محمد سهیل اپریدی هم بنو ته تللی و. نوموړي د فتح خېلو په برید کې د وژل شویو پولیس سرتېرو له کورنیو سره لیدلي او د غمرازۍ څرګندونه یې کړې ده.

شال نیوز