د شمالي وزيرستان د شوا تحصیل په دروزنده سيمه کې نن په څلورمه ورځ هم د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښتي رواني دي۔ په دروزنده کې موجود يو ځایي تن ،چي نه یې غوښتل نامه یې ويژندل شي، شال نيوز ته ویلي، چې د نښتو له امله خلق کورونو کې بندي شوي دي، او ژوند یې اغيزمين شوی دی.
ده ،د مۍ په ۱۱مه، شال نيوز ته ویلي، چې نن په دروزنده کې د ملک شرامي جومات او حجره د بارودي موادو په وسیله والوځول شول۔ ټوله سيمه امنيتي ځواکونو خپله ولکه کې اغستي ده، او د خلقو کاروبارو په ټپه ولاړ دي۔ نه یوازې د ځايي خلقو تګ راتګ بند دی، بلکې ښوونځي هم تړلی شوي دي، چي له امله یې د ماشومانو قيمتي وخت ضائع کيږي۔ په داسي حال کې چي د يوولسم او دولسم ټولګو ازمویني روانې دي۔
ده زياته کړه، چې د سيمي ټولې رابطه لارې تړلی شوې دي او په هر قسمه تګ راتګ بنديز لګول شوی دی. ځیني ځایي سرچيني دا دعوې هم کوي چې د ځیني عام خلقو کورونه هم په بارودي موادو الوځولی شوي دي، ولي شال نيوز په آزادانه توګه د دې دعوو پخلې نه شي کولی۔
دوي وایي، تيره ورځ د شمازان کوټ سرکاري هایي سکول هم بارودي موادو سره الوځول شوی دی او فضایي سره ځمکني بمباري هم وخت په وخت دوام لري۔
دوي وایي په سيمه کې د موبائل نېټ ورک هم کار نه کوي چي له امله یې ځایي خلق نورو خلقو سره اړيکي نه شي نيولی او له انديښنو او ويرې سره مخامخ دي۔
شال نيوز ته ځیني ويډيوګانې هم ترلاسه شوي، چې پکې ليدل کيږي چې په دروزنده سيمه کې بمباري روانه ده، ډرونونه هم سيمه کې ليدل کېږي او د بارودي موادو چاودنې او د ودانۍ هم الوځولو کيږي، خو شال نيوز دا په آزادانه ډول نه شي تائيد کولی چې دا ويډيوګانې کله جوړې کړی شوۍ دي۔

شال نیوز