د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت شارژدافیر ،سردار محمد شکیب، احضار کړی او ورته یې د بنو د وروستي برید په تړاو سخت احتجاجي لیک سپارلی دی.

 

د پاکستاني چارواکو په وینا، د مې د ۹مې نېټې برید، چې له امله یې ۱۵ پولیس سرتېري ووژل شول، پلان یې په افغانستان کې مېشتو وسلوالو جوړ کړی و.

 

خو په کابل کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د بل هېواد، په ځانګړې توګه د پاکستان پر ضد وکاروي. نوموړي زیاته کړې چې پاکستان باید د خپلو امنیتي ستونزو حل په خپله خاوره کې ولټوي او پړه پر افغانستان وانه چوي.

 

بل لور ته، د کالعدم پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اړوند سرچینو ویلي، چې د دې ډلې مشرتابه او مهمو قوماندانانو ته سپارښتنه شوې چې له کابل څخه د افغانستان سویلي سیمو ته انتقال شي، څو د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان کړکېچ یو څه راکم شي.

 

طالب چارواکي دغه راپورونه بې بنسټه بولي او دا د پاکستان “ذهني لوبه” ګڼي، خو سرچیني زیاتوي چې له ټي ټي پي سربېره د ترکستان اسلامي ګوند او د القاعده پاتې غړو ته هم د کابل د پرېښودو ویل شوي دي.

 

دا پرمختګونه له هغې وروسته مخې ته راځي چې د اپرېل په میاشت کې د چین په کوربه‌توب د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دې موضوع مفصلې خبرې ترسره شوې وې.

 

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي، آن تر دې چې پاکستان د افغانستان دننه هوايي بریدونه هم کړي، او په ځواب کې طالبانو هم پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو ځیني پوستې په نښه کړې دي.