د روغتیايي او امنیتي چارواکو د وینا لمخې ،د مې په ۱۲مه، د سرای نورنګ بازار ته څېرمه په یوه بمي چاودنه کې د مړو شمېر ۸ ته لوړ شوی او ۲۰ نور ټپیان دي. چارواکي وايي چاودنه په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

 

د سیمي د پولیسو په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه او د ورځني کاروبار فعالیتونه روان وو. یو لوړپوړي پولیس چارواکي ویلي چې چاودېدونکي موادو ډک موټرسایکل د اورګاډي پټلۍ (پھاټک) ته نږدې وچاودېدل.

 

د چاودنې په مقام موجود د شال نیوز خبریال ،غلام اکبر مروت، وایي چې د چاودنې نه په نتیجه کې نږدې دکانونو او موټرو ته هم زیانونه ور اوښتي دي.

 

د ژغورنې ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو لخوا، د پېښې له ځایه وړلی شوي ټپیانو کې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. په سیمه ییزو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ډاکټران د ټپیانو د درملنې په چارو بوخت دي.

 

د پولیسو مشر ،ډي ايي جي سجاد خان، وایي چې د پېښې وروسته پولیس سرتېرو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې او د شواهدو راټولولو او پلټنو بهیر یې پېل کړی دی.

 

تر اوسه هېڅ کومې وسلوالې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو په وروستیو میاشتو کې په لکي مروت، بنو او ډېره اسماعیل خان کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

 

دا روان خبر دی، د نورو معلوناتو لپاره شال نیوز سره اوسئ