په باجوړ کې د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو کې وژل شوی د پولیس سرتیری ،سعیدالله، خاورو ته وسپارل شو، چې د جنازې په مراسمو کې یې زرګونو کسانو ګډون وکړ.

 

د ځایي سرچینو له مخې، د سعیدالله جنازه لومړی په پولیس لاین کې ادا شوه، چې پکې د پولیسو لوړپوړي چارواکي، د ضلعي انتظامیې استازي، امنیتي سرتېري او د سیمي ګڼ شمېر اوسېدونکي شامل وو.

 

تر هغې وروسته د هغه مړی خپل پلرني کلي ته ولېږدول شو، چرته چې د زرګونو کسانو په ګډون یې د جنازې لمونځ ادا او وروسته خاورو ته وسپارل شو. ګډون کوونکو د جنازې تابوت پر اوږو یووړ او د وژل شوي سرتیري د وروستي سفر درناوی یې وکړ.

 

کانسټېبل سعیدالله ،د مې په ۱۱مه، د ماموند په سیمه کې د وژل شوی و. تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پېل کړي دي.

په جنازه کې ګډون کوونکو د پېښې کلکه غندنه وکړه او له حکومته یې په سیمه کې د امنیت د لا ټینګښت غوښتنه وکړه.