په اسلام آباد کې د امریکا ناظم‌الامور ،نیټلي بیکر، د بنو د برید په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي.

 

تیره ورځ د ،مې پر ۱۱مه، هغې په ټولنیزو رسنیو په خپل پوسټ کې لیکلي، چې د دې پېښې له امله ډېره خفه ده او د پاکستان له حکومت او ولس، د خېبر پښتونخوا له پولیسو، او د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده.



 



هغې زیاته کړې چې د پاکستان خلک د امن او ثبات مستحق دي او باید داسې راتلونکی ولري چې له ترهګرۍ څخه پاک وي.

 

نیټلي بیکر ټینګار کړی چې امریکا به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې، هر چرته چې دا ګواښ موجود وي، له پاکستاني شریکانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.