د سویلي وزیرستان د دژہ غونډۍ په غرنیو سیمو کې د باغونو شاوخوا جوړ شوي دېوالونه نړول شوي دي، چې له امله یې ځایي ولس کې اندېښنه، غصه او د بې باورۍ احساس زیات شوي دي.
ځایي کرونده ګر وایي، دا دېوالونه دوي کلونه وړاندې په خپله خوارۍ جوړ کړي وو، څو خپل باغونه او کروندې د وحشي ځناورو او کورنیو څارویو لکه ګډو، بزو، میږو او غواګانو له ورننوتلو او زیان څخه خوندي کړي. د هغوي په وینا، دا دېوالونه د خټو او تیږو یوازې جوړښت نه و، بلکې د هغوي د کلونو زحمت، روزګار او د ژوند د یوې مهمې سرچیني نښه وه.
کرونده ګر وایي چې د دې دېوالونو نړول د هغوي لپاره یوازې مالي تاوان نه دی، بلکې د رواني فشار سبب هم شوی دی، ځکه هغوي اوس ویني چې د خپلو کلونو خواري یې له منځه ځي. هغوي زیاتوي چې په داسې سیمه کې چې له مخکې نه له ناامنۍ او بې باورۍ سره مخ ده، د عامو خلکو د معیشت زیانول وضعیت نور هم پېچلی کوي.
یو ځایي کرونده ګر وایي: “دا دېوالونه د دې لپاره وو چې زموږ باغونه وساتل شي، نه دا چې څوک یې تر شا پټ شي.”
بل لور ته امنیتي سرچیني وایي چې په ځینو سیمو کې داسې جوړښتونه کله ناکله د امنیتي اندېښنو له امله نړول کېږي، ځکه ،د دوي په وینا، ځیني وخت وسلوال کسان له ورته ځایونو د پټېدو یا استفادې هڅه کوي.
خو ځایي خلک دا دلیل نه مني او وایي چې د عامو خلکو د روزۍ سرچیني له منځه وړل د ستونزو حل نه دی. د هغویي په وینا، باید د امنیتي اقداماتو پر مهال د ولس د معیشت او ژوند خوندیتوب ته هم جدي پام وشي.
د دژہ غونډۍ اوسېدونکي وایي چې دا ډول اقدامات د ولس او ادارو ترمنځ واټن نور هم زیاتوي او د باور فضا کمزورې کوي. هغوي وایي چې که د خلکو ستونزو ته پام ونه شي، نو دا بې باوري به ورځ تر بلې ژوره شي.

ظفر وزير