د خیبر ضلعې په خیبر چوک کې د باړې سیاسي اتحاد له لوري د امن او سولې لپاره د ایستل شوي لوي لاریون پر مهال، د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښته شوې ده. عیني شاهدان وایي، پولیسو د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره له کوتکونو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.
دغه لاریون د سیمي د خراب امنیتي وضعیت، هدفي بریدونو او ناامنۍ پر ضد ترسره شوی و. د لاریون تنظیموونکو ویلي چې د دوي هدف په سیمه کې د تلپاتې سولې غوښتنه او د ولس غږ تر چارواکو رسول وو.
د راپورونو له مخې، په لاریون کې له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ پورې کسانو ګډون کړی و. په ګډونوالو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشران، ټولنیز فعالان، ځايي مشران او عام خلک شامل وو. لاریون کوونکي په یو لوي کاروان کې، چې له ۲۰ څخه زیات بسونه او ۳۱ بېلابېلې موټرې پکې شاملې وې، د باړې څخه د پېښور پر لور روان شوي وو.
ویل کېږي کله چې کاروان خیبر چوک ته ورسېد او د پېښور خوا ته یې د تګ هڅه وکړه، نو هلته موجودو امنیتي ځواکونو یې لاره ونیوله. پولیسو له وړاندې په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو او ګڼ شمېر سرتیري یې ځای پر ځای کړي وو.
عیني شاهدان وایي، د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ لومړی لفظي شخړه وشوه، خو وروسته وضعیت ترینګلی شو. د راپورونو له مخې، کله چې مظاهره چیانو د مخکې تګ هڅه وکړه، پولیسو پرې لاټي چارج وکړ او د خلکو د منتشرولو لپاره یې اوښکې بهوونکی ګاز هم وکاراوه، چې له امله یې په سیمه کې سخت ګډوډي رامنځته شوه او ګڼ لاریون کوونکي خپاره واره شول.
د پېښې نه پس د پښتونخوا اعلا وزیر د مظاهره چیانو پرضد د پولیس اقدام غندلی او د پلټنو امر یې کړی. اعلا وزیر په خپل بیان کې ویلي، چې پرامنه احتجاج د جمهوري ټولنې حق دی او په او په دې بندېز د منلو وړ ندی.
تر دې دمه د ژوبلو کسانو په اړه څه ندي ویل شوي، خو امنیتي سرچیني وایي چې وضعیت اوس د کنټرول لاندې دی او په سیمه کې د پولیسو ګزمې دوام لري.
بلخوا، د باړې سیاسي اتحاد مشرانو د پولیسو اقدام غندلی او ویلي یې دي چې د دوي لاریون بشپړ سوله ییز و. د اتحاد مشرانو زیاته کړې چې د سیمي خلک یوازې امن غواړي او د خپلې خاورې د سولې لپاره غږ پورته کوي.
سیاسي او ولسي حلقې وایي، په خیبر ضلعه کې وروستیو ناامنيو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي او ولس له حکومته غواړي چې د امنیت د ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

محمد بلال یاسر