پولیس وایي، جې د میاں عیسیٰ په سیمه کې د کور مخې ته د لارې پر سر د پخوانۍ شخړې له امله د دوو ډلو ترمنځ خونړۍ نښته رامنځته شوې، چې پکې اووه کسان وژلی شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دواړو ډلو ترمنځ د لارې پر سر زوړ اختلاف بیا تازه شو او خبره ډزو ته ورسېده.

پولیس وایي، په وژل شویو کسانو کې د یوې ډلې څلور او د بلې ډلې درې کسان شامل دي.

 

چارواکي زیاتوي چې د پېښې وروسته بریدګر له سیمي تښتېدلي، خو پولیسو ټوله سیمه کلابنده کړې او د تورنو کسانو د نیولو لپاره یې پلټنې او چاپې پېل کړې دي.

 

د وژل شویو کسانو مړي د پوسټ مارټم او نورو قانوني مراحلو لپاره د نوښار ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

پولیسو ویلي چې د سیمي امنیت تر کنټرول لاندې دی او د نورو پېښو د مخنیوي لپاره اضافي ځواک هم ځای پر ځای شوی دی.