نن د مي پر ۱۲مه، د باجوړ په مرکز خار کې امن جرګې د امن او نظم د وضعیت په تړاو یوه لويه غونډه وګړه، چې پکې د سیمي یو شمېر سیاسي او قبایلي مشرانو ګډون کړی و.

 

په دې جرګه کې د امن جرګې له غړو سربېره، پخواني ناظم اعلی صاحبزاده هارون رشید، حاجي سید بادشاه، د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ګل ظفر خان، ډاکټر خلیل الرحمن، شاه نصیر خان، ملک محمدي شاه، ملک شاهین خان، میاں اسماعیل، ملک ایاز، ملک ګل کریم خان او ملک حفظ الرحمن هم ګډون کړی و.

 

د جرګې ګډونوالو په باجوړ کې د ناامنۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې که حالات همداسې دوام وکړي، نو ولس به له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.

 

دوي اعلان وکړ چې د باجوړ امن جرګه به د جون په شپږمه نېټه د امن د ټینګښت او د ناامنۍ پر ضد د خار د سول کالونۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

 

د جرګې ګډونوالو له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني کړي او په سیمه کې د دوامدار امن لپاره عملي ګامونه پورته کړي.