په شمالي وزیرستان کې د جمعیت علماء اسلام (ف) ځايي مشرانو او کارکوونکو د میرام شاه پریس کلب مخې ته، په شوا تحصیل کې د وسلوالو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده.

 

مظاهره کوونکو ویل چې په شوا تحصیل کې د روانو عملیاتو له امله عام خلک سخت اغېزمن شوي دي او ،د هغوي په وینا، د کورونو، دوکانونو او نورو عامه او شخصي شتمنیو ته زیان رسېږي.

 

د جمیعت علماء اسلام (ف) ضلعي امیر مولانا محمد رومان او ستر سیکرتر مولانا راشید الله، په خپلو ویناوو کې وویل چې د عملیاتو پر مهال بې ګناه ولس، په ځانګړي ډول ماشومان، ښځې او سپین ږیري زیانمن کېږي او په سیمه کې د وېرې او اضطراب فضا خپره شوې ده.

 

د دوي په وینا، د عملیاتو له امله ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو نه کډې کولو ته اړ شوي او د ژوند عادي چارې یې ګډوډې شوې دي.

 

مشرانو غوښتنه وکړه چې په شوا تحصیل کې روان عملیات دې سمدستي ودرول شي او د ستونزو د حل لپاره دې د زور پر ځای د خبرو اترو او جرګو لار خپله کړی شي. هغوي زیاته کړه چې د اغېزمنو خلکو ته دې تاوان ادا کړی شي، او په سیمه کې دې دایمي امن او ثبات ټینګ کړل شي.

مظاهره کوونکو خبرداری ورکړ چې که د ولس اندېښنو ته پام ونه کړل شو، نو احتجاجونه به پراخ کړي.