د پنجاب د ضلعې راولپنډۍ په دهمیال پولیس تاڼه کې د پولیسو لخوا ایسار کړی شوی د سراج محسود جسد او د هغوي د کور مېرمنې یې بېرته خوشي کړي دي.
د معلوماتو لمخې، دا پرېکړه د سویلي وزیرستان نه د پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي ،اصف محسود، په مشرۍ کې د لس کسیزي کومېټۍ لخوا د یادې تاڼې پولیسو سره مذاکرات نه پس مخې ته راغله. د دې نه مخکې د پولیسو دغه اقدام په عمومی توګه په قبایلي ولس ، سیاستوالو او د مدنی ټولنې فعالانو کې سخته غوسه راپارولې وه.
د دغه قضیې بشپړه حال د صفدر داوړ په ويډويوی راپور کې وګورئ.

صفدر داوړ