د لکي مروت په سرای نورنګ بازار کې ،د مې په ۱۲مه، د شوې بمي چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو دوه ټرافیک پولیسو سرتېرو جنازه د بنو په پولیس لاين کې ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې وژل شوي د ټرافیک پولیسو دواړو سرتېرو د جنازې لمونځ د سرکاري اعزاز سره ترسره شو، چې پکې د پولیسو افسرانو، ضلعي انتظامیې چارواکو، د پولیسو سرتېرو او د وژل شویو د کورنیو غړو په لوی شمېر کې ګډون وکړ.
په دې موقع د پولیسو دستې د وژل شویو ته سلامي وړاندې کړه، او د هغوي د درجاتو د لوړوالي، مغفرت او د کورنیو لپاره د صبر او زغم ځانګړې دعاوې وشوې.
د پولیس چارواکو په وینا، د لکي مروت په سرای نورنګ بازار کې په یو موټرسایکل کې اېښودی شوي بارودي توکي چاودو له امله د دوه ټرافیک پولیس والو په ګډون ۸ کسان وژلی شوي او نږدې ۲۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وړاندې ،د مې په ۹مه، د بنو فتح خېلو سیمه کې په یوه پولیس چوکۍ د ځانمرګي برید په نتیجه کې ۱۵ پولیس سرتیري وژلی شوي دي او د سیمي حالات ترینګلي دي.

غلام اکبر مروت