کوز کوهستان کې د سختو توپاني بارانونو وروسته راغلو سېلابي څپو او ځمکې ښوېدنې نه پس، د سیمي له بېلابېلو برخو څخه د درنو تاوانونو راپورونه ترلاسه شوي، چې پکې د کورونو نړېدل، د سړکونو بندېدل او د کرنیزو ځمکو زیانمنېدل شامل دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، سېلابي اوبو په څو کلیو کې د خلکو کورونه او دوکانونه لاندې کړي دي، چې له امله یې ځیني کورنۍ بې کوره شوي او خوندي ځایونو ته لېږدول شوې دي. په ځینو سیمو کې د ځمکې ښوېدنې له کبله لارې تړل شوې او د تګ راتګ چارې په بشپړ ډول ټکنۍ شوې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، سېلابي څپې د شپې ناوخته په ودانیو راغلې، چې خلک یې اړ کړل د خپل ځان د ژغورلو لپاره لوړو او خوندي ځایونو ته ولاړ شي. د بارانونو له امله په ځینو برخو کې د برېښنا او مخابراتي شبکو خدمتونه هم ګډوډ شوي دي.
چارواکي وايي د ژغورنې ډلې سیمي ته رسېدلې دي او د بندو لارو د پرانیستلو، زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو او د وضعیت د عادي کولو لپاره عملیات روان دي. د ضلعي ادارې په وینا، د زیانونو بشپړ راپور لا هم راټولېږي، خو لومړني معلومات د درنو مالي تاوانونو پخلی کوي.

د موسمي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې په راتلونکو ورځو کې هم د بارانونو لړۍ دوام کولای شي، نو له خلکو غوښتنه شوې چې احتیاطي تدابیر غوره کړي او له سیلابي سیمو څخه ځانونه لرې وساتي.

عرفان حسین علي