د سوات په سیدو شریف کې د ډینټل میډیکل کالج زدهکوونکو د خپلې ادارې د یو لوړ پوړي چارواکي پر ضد پراخ احتجاج کړی او پر هغه یې د زدهکوونکو د ځورونې تورونه لګولي دي.
احتجاج کوونکي وایي، چې د کالج انتظامیه پر دوي بې ځایه بندیزونه لګوي او په تعلیمي چارو کې ورته خنډونه جوړوي، چې له امله یې د هغوي تعلیمي فعالیتونه اغېزمن شوي دي.
د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې مشر ،ډاکټر عبید، د احتجاج پر مهال رسنیو ته وویل چې د ادارې له لوري پر زدهکوونکو بی حده فشار راوړل کېږي او حتا د احتجاج پر وخت د کالج دروازې هم تړل شوې وې. نوموړي دعوه وکړه چې د ادارې د ناسم چلند له امله ۱۲ زدهکوونکي په ازموینو کې ناکام اعلان شوي او ځینو نورو ته د سختو نتیجو ګواښونه شوي دي.
بل لور ته، احتجاج کوونکي وایي چې تر هغه به خپل احتجاج ته دوام ورکړي څو پورې چې یاد چارواکی له دندې لرې شوی نه وي او د ناکام اعلان شویو زدهکوونکو برخلیک روښانه نه شي.
که څه هم دې دعووو په ټولنیزو رسنیو او عامو حلقو کې پراخ غبرګونونه راپارولي، خو د کالج انتظامیی تر اوسه په رسمي ډول د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

عصمت علي اخون