د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو قبایلي او سرحدي سیمو کې ،د مې په ۱۳مه، د امنیتي اندېښنو له امله د کرفیو او بازارونو د بندېدو اعلان شوی دی. د ضلعي انتظامیو له لوري جاري شویو اعلامیو کې ویل شوي، چې په بره سویلي وزیرستان، ټانک او واڼا بازار کې به د سهار له ۶ بجو څخه تر ماښام ۶ بجو پورې بشپړ ګرځبندېز نافذ وي او د هر ډول تګ راتګ او کاروباري فعالیتونو بندیز به عملي کېږي.

 

د اعلان له مخې، واڼا بازار به سبا په بشپړه توګه تړلی وي او دوکاندارانو او کاروباریانو ته سپارښتنه شوې چې بازار ته له راتګ ډډه وکړي او د حکومتي لارښوونو پابندي وکړي.

 

بلخوا د ټانک ضلعې سب ډویژن جنډوله کې هم د مې ۱۳مې لپاره ګرځبندېز نافذ کړل شوی دی. د انتظامیې ترمخه، د کوړ قلعه، خرګۍ، جنډوله بازار، ګرداوي، نیلي کچ او ګومل زام ډېم پورې لارې به د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وي او یوازې بېړنیو حالاتو کې به د امنیتي ځواکونو په اجازه سفر ممکن وي.

 

همداراز، د بره سویلي وزیرستان تحصیل سرویکۍ او سراروغه کې هم د سهار ۶ بجو نه تر ماښام ۶ بجو پورې ګرځبندېز اعلان شوی دی. چارواکو ویلي چې لدها، مکین، بی بي رغزۍ، سراروغه، کوټکۍ، سپینکۍ رغزۍ، نذرخېل، درګۍ پل، شین ورسک، چګملۍ او بروند ته غځېدلې لارې به تړلې وي او په دغو سیمو کې به ټول بازارونه او مارکېټونه بند وي.

 

انتظامیې خبرداری ورکړی چې د ګرځبندېز پر مهال به یوازې د بېړنیو اړتیاوو لرونکو کسانو ته، هغه هم د شناختي کارډ او اړوندو اسنادو له جمع کولو وروسته، د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

 

چارواکو دا هم ویلي چې خلک دې د امنیتي ځواکونو پوستو ته له رسېدو وړاندې خپل موټرونه ودروي او ټول کسان دې له ګاډو ښکته شي، ځکه د سرغړونې په صورت کې به بشپړ قانوني اقدام ترسره کېږي.