د ژغورنې اداره ریسکیو ۱۱۲۲ وایي چې په بنو کې د دوي یو کارکوونکی په مرموزه ډول لادرکه شوی، چې له امله یې کورنۍ او سیمه‌ییز خلک له اندېښنې سره مخ شوي دي.

 

د خپلوانو په وینا، ثاقب الرحمان، چې د ممبۍ برکزۍ، بنو اوسېدونکی دی، د مې په ۱۲مه نېټه، ماښام شاوخوا څلور بجې له خپل کور څخه وتلی و، خو له هغې وروسته یې هېڅ درک نه دی لګېدلی.

 

کورنئ یې زیاتوي چې د نوموړي موبایل ټېلېفون هم له هماغې شېبې راهیسي بند دی، چې له امله یې د هغه د ژوند په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.

 

د خپلوانو په وینا، ثاقب الرحمان په بنو کې د ‘ایمرجنسي میډیکل ټیکنیشن’ په توګه دنده ترسره کوله، او د هغه ناڅاپي او مرموزه لادرکه کېدو په سیمه کې ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.

 

د کورنۍ له لوري له خلکو غوښتنه شوې چې که څوک د ثاقب الرحمان په اړه کوم معلومات ولري، نو نږدې پولیس تاڼې یا له کورنۍ سره دې اړیکه ونیسي، څو هغه په خوندي ډول وموندل شي.

 

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې د هغه د لادرکه کېدو مسوولیت نه دی منلی، او دا هم نه ده روښانه چې نوموړی تښتول شوی او که د کومې بلې پېښې ښکار شوی دی.