د اتمانزیو او داوړ قبایلو ،د مې په ۱۲مه، په میرعلي بازار کې په یو عام چوک کې جرګه وکړه، او له هغې وروسته یې په شوا تحصیل کې د روانو عملیاتو پر ضد احتجاجي لاریون هم ترسره کړ.
په دې جرګه کې د اتمانزئ لویې جرګې ویاند مولوي بیت الله داوړ، د کبل خېلو مشر ملک عبدالقادر خان وزیر، د سیاسي اتحاد استازي نثار علي خان داوړ، عبدالخلیل وزیر، د سوداګرو استازي ثناءالله همزوني او یو شمېر نورو قامي مشرانو ګډون کړی و.
مظاهرې ته په وینا کې مولوي بیت الله داوړ وویل چې په شوا سیمه کې له تېرو پنځو ورځو راهیسي نااعلان شوي پوځي عملیات روان دي، او د ګرځبندېز له امله عام خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي. د هغه په وینا، د دې عملیاتو له امله ښځې، ماشومان او سپین ږیري له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په همدې موده کې لسګونه دوکانونه، بازارونه، کورونه، حجرې او ښوونځي زیانمن شوي دي، او ځیني جوماتونه هم اغېزمن شوي دي، چې له امله یې په سیمه کې د وېرې او اضطراب فضا خپره شوې ده.
مولوي بیت الله داوړ وویل چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د میرعلي په حاجي راقیب خان پټرول پمپ کې د داوړ او وزیر قامونو لوي شمېر خلک راټول شي، او له هغه ځایه به په منظم قافلیي ډول د شوا چوک ته ولاړ شي. نوموړي وویل چې د جمعې لمونځ به هم هلته په سیمه ییز جومات کې ادا شي.
هغه دا هم وویل چې په دې جرګه کې به یوازې د شوا د اوسني وضعیت نه، بلکې د ټول وزیرستان د خرابېدونکي امنیت په اړه مهمې پرېکړې وشي او د قبایلي دودونو له مخې به عملي ګامونه پورته کړل شي.
بل لور ته په شمالي وزیرستان کې د جمعیت علماء اسلام (ف) ځايي مشرانو او کارکوونکو هم د میرام شاه د پریس کلب مخې ته په شوا تحصیل کې د روانو پوځي عملیاتو پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.
مظاهره کوونکو وویل چې په شوا کې د عملیاتو له امله عام خلک سخت اغېزمن شوي دي او د دوي په وینا د کورونو، دوکانونو او نورو شخصي او عامه شتمنیو ته زیان رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د مې له اتمې راهیسي د شمالي وزیرستان د شوا تحصیل په دروزندې سیمه کې امنیتي وضعیت کړکېچن پاتې دی. د سیمه ییزو سرچینو او عیني شاهدانو په وینا، د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي.
د سیمي اوسېدونکي وایي چې د شپې له وخته تر سهاره پورې د درنو او سپکو وسلو ډزې، کله ناکله چاودنې او د الوتکو د ګرځېدو غږونه اورېدل کېږي، چې د خلکو پر ورځني ژوند یې ژور اغېز کړی دی.

صفدر داوړ