په بنو کې ناڅرګنده وسلوالو د حبیب بانک د نغدو پېسو لېږدونکی ګاډی له تښتولو څو ساعته وروسته ډرېور او امنیتي ساتونکي خوشي کړي دي.

 

د سرچینو په وینا، په دغه ګاډي کې شاوخوا اته کروړه روپۍ نغدې پېسې او د امنیتي ساتونکو وسلې موجودې وې. ویل کېږي چې وسلوالو نغدې پېسې او وسلې له ځان سره وړي، خو د ګاډي عمله یې بې له زیانه پرېښې ده.

 

دغه ګاډی بېلابېلو بېنکونو ته د نغدو پېسو د لېږد لپاره کارېده. دا پېښه د دومېل تاڼې په حدودو کې ،د مې په ۱۳مه، رامنځته شوې، چرته چې ګاډی له ډرېور، امنیتي ساتونکو او پېسو سره تښتول شوی و.

 

په وروستیو کې د دومېل تاڼې په حدودو کې د ورته پېښو له زیاتېدو سره د سیمي اوسېدونکي د ناامنۍ له امله اندېښمن دي او د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا غوښتنه کوي.