د شوا تحصیل په دروزنده سیمه کې د څو ورځو سختو نښتو او درنو پوځي عملیاتو وروسته، کله چې د جګړې دوړې ورو ورو کېناستې، نو په سیمه کې تر ټولو څرګند پاتې حقیقت لا هم یوه پوښتنه ده: څه وشول او څه ترلاسه شول؟

 

په تېرو پنځو ورځو کې د دې لرې پرتې سیمي فضا د درنو وسلو، هیلي کاپټرو او پرله‌ پسې پوځي ګشتونو لاندې وه. ځايي خلک وایي چې بمبارۍ، د شپې عملیات او کور په کور تلاشۍ داسې حالت جوړ کړی و چې عادي ژوند په بشپړ ډول درېدلی و.

 

 

شوا کې زیانمن شوی روغتون انځور شال نیوز / صفدر داوړ

 

 

د عملیاتو په پای کې امنیتي ځواکونه له ډروزنده سیمې ستانه شول. د وتلو پر وخت یې ځیني لنډمهالي پوستې او سنګرونه د چاودېدونکو موادو په وسیله له منځه یوړل، څو بیا د بل چا لاس ته ورنه شي. وروسته ځواکونه د شوې اصلي مرکزونو ته ستانه شول، خو په سیمه کې هغه څه پاتې شول چې ځايي خلک یې یوازې “ویجاړ حالت” بولي.

 

د دروزنده او شاوخوا کلیو اوسنی حالت د جګړې له مستقیمې صحنې وروسته د یوې خاموشې تباهۍ عکس وړاندې کوي. نړېدلي دېوالونه، سوځېدلي کورونه او خاورې ته ګډې شوې کوڅې، هغه څه دي چې خلک یې په خپلو سترګو ویني. ځايي خلک وایي داسې ښکاري لکه یوه ټوله سیمه چې د نقشې نه ورکه شوې وي.

 

 

شوا کې تباه شوي دکانونه | انځور شال نیوز / صفدر داوړ  

 

 

کله چې ځیني خلک خپلو کورونو ته ستانه شول، د ژوند عادي نښې ختمې شوې وې. د بازارونو پر ځای د کنډوالو قطارونه پراته وو، او د خلکو د غږونو پر ځای یوازې د بیلچو او کلنګونو غږونه اورېدل کېدل. خلک د خټو او خښتو تر منځ د خپلو پاتې شیانو لټون کوي، لوښي، جامې او د ژوند وروستي یادونه.

 

شېوه تحصیل، چې د ځایي خلکو په وینا، شاوخوا یو نیم لک نفوس لري، پخوا د شمالي وزیرستان له نسبتاً ارامو سیمو څخه ګڼل کېده. ځايي خلک وایي چې حتی د “ضرب عضب” عملیاتو پر مهال هم دا سیمه تر ډېره د نسبي امن حالت کې پاتې شوې وه، خو د وروستیو پېښو وروسته دا تصور بدل شوی دی.

 

 

 

 

په جغرافیایي توګه، شوا د شمالي وزیرستان د غرنۍ او سختې سیمي برخه ده چې د افغانستان د خوست ولایت پولې سره لګېدلې ده. همدا ډول شېوه د قبایلي سیمو په هغه پراخ جغرافیایي کمربند کې راځي چې د اورکزو له غرنیو سیمو سره سره یې د سپین وام، بنو او کرک سره هم پوله شریکه ده. که څه هم په نقشه کې دا سیمي نږدې ښکاري، خو په عملي سفر کې د غرونو، درېو او محدودو لارو له امله فاصله ډېره اوږدېږي او تګ راتګ سخت وي. د همدې جغرافیې له امله دا سیمه تل د تګ راتګ او امنیتي حساسیتونو په مرکز کې پاتې شوې ده.

 

ځايي سرچیني وایي چې د پینځو ورځو عملیاتو انساني زیانونه لا تر اوسه په بشپړ ډول نه دي معلوم شوي. د پوځ له لوري د ګڼو وسلوالو د وژل کېدو ادعا شوې، خو ځايي خلک یوازې د یوه وسلوال د ښخېدو پخلی کوي. د ولسي خلکو د تلفاتو او ټپیانو په اړه هم متضادې خبرې شته او هېڅ اړخ بشپړ شمېر نه وړاندې کوي.

 

 

انځور شال نیوز / صفدر داوړ

 

 

تر ټولو زیات اثر پر ولسي خلکو شوی دی. د چاودنو او درنو وسلو له امله ګڼ کسان ټپیان شوي، او په ځانګړي ډول ماشومان تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي. ځايي ډاکټران وایي چې د ډرون الوتکو دوامداره غږ او د جګړې فشار د ماشومانو پر ذهني حالت ژور اثر پرېښی دی.

 

په همدې وخت کې په میرعلي او نورو سیمو کې قبایلي جرګې هم جوړې شوې دي. د داوړ او اتمانزي قبایلو مشرانو د روانو عملیاتو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د وسلوالو د ختمولو پر ځای ولس له ریاست څخه نور هم لرې کوي. د جرګو په بیانونو کې تر ټولو تکرارېدونکې غوښتنه دا ده چې د ولسي خلکو زیانونه دې جبران شي او عملیات دې د ولسي ژوند له خرابېدو پرته ترسره شي.

 

 

انځور شال نیوز / صفدر داوړ

 

 

خو د دروزنده د خلکو لپاره دا سیاسي بحثونه لرې ښکاري. د هغوي ورځنی حقیقت یوازې ویجاړ کورونه، بند دوکانونه او یوه دوامداره وېره ده، دا چې کوم ځواکونه چې څو ورځې مخکې وتلي، ایا بیا به راګرځي که نه.

 

په سیمه کې تر ټولو لویه ستونزه لا هم ناڅرګندتیا ده. هېڅوک په ډاډ سره نه وایي چې د عملیاتو هدف څه و، څومره ترلاسه شول او ولې دومره درنه فضا رامنځته شوه. رسمي بیانونه محدود دي، او ځايي روایتونه یوازې د خپلو سترګو لیدل شوی حالت بیانوي.

 

 

انځور شال نیوز / صفدر داوړ

 

 

په همدې چوپتیا کې خلک هڅه کوي خپل ژوند له سره پېل کړي، خو دا بیا پېل د یوې ساده رغونې کیسه نه ده، بلکې د یوې داسې سیمي انځور دی چې د جګړې، بې‌ باورۍ او ناڅرګند راتلونکي تر منځ ولاړه ده.

او تر ټولو لويه پوښتنه لا هم هماغه پاتې ده: شوا به څه ډول راتلونکی ولري او دا چوپتیا به تر کومه دوام کوي؟