د سوات ښکلې او زړه راښکونکی سېلاني ځای “فضاګټ” هر کال زرګونه سیلګري ځان ته راکاږي۔ دلته خلک نه یوازې د خوږ او خوشګوار موسم نه خوند اخلي، بلکې د سوات د سیند د صفا، روانو اوبو، شنو بوټو او زړه راښکونکو منظرو ننداره هم د هغوي زړونو ته سکون وربخښي۔ 

 

په فضاګټ کې د رنګینو کښتیو چلوونکي وایي، کله چې موسم تود او خوشحاله وي، نو د سیلګرو ګڼه ګوڼه زیاته شي او کاروبار یې ښه روان وي، خو د یخ موسم په راتګ سره دلته د خلکو تګ راتګ کم شي او ورسره د دوي روزګار هم اغېزمن شي۔ 

 

د سوات د فطري ښکلا تر څنګ، د دې ځای له خلکو سره تړلې د ژوند کیسي هم د پام وړ دي؛ هغه خلک چې د همدې سیند له اوبو سره خپلې هیلي او د ژوند اړتیاوې تړلې ساتي۔ 

تفصیل د شال نیوز خبریال عصمت علي اخون په دې ځانګړي راپور کې۔