د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه اورکزو کې، چې د پرمختیایي اسانتیاوو له کمښت سره مخ ده، یو شمېر معذوره ځوانان د ژوند د ستونزو سره سره په خپل مټ د ښه ژوند تيرولو هڅې کوي. له دغو کسانو له ډلې مالک رحمان د خیاطۍ له لارې د خپل ژوند د لګښتونو د پوره کولو هڅه کوي.

 

مالک رحمان شال نیوز ته ویلي، چې هغه د خیاطۍ کار د پور په پېسو پېل کړی، څو د بل چا د مرستې محتاج پاتې نه شي. د هغه په وینا، د جسماني کمزورۍ باوجود د کار کولو اراده کولی شي د ژوند لوری بدل کړي.

هغه وایي: «ما دا کار په ډېرو سختو حالاتو کې پېل کړ، خو هدف مې دا و چې د چا محتاج پاتې نه شم.»

 

په همدې سیمه کې یو بل ځوان حمزه خان هم وايي چې معذوره کسان له خپلو قانوني حقونو بې برخې دي. هغه شال نیوز ته ویلي، چې که څه هم په کاغذونو کې د معذورو کسانو لپاره د روزګار ځانګړې کوټه یا برخه موجوده ده، خو په عملي توګه په اورکزو کې نه عملی کېږي.

 

د هغه په وینا، د ځانګړو زده کړو د ادارې نشتوالی د هغوي ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. هغه زیاته کړه: «مونږ ته یوازې وعدې راکولی کېږي، خو عملي کار نه کېږي.»

 

په پاکستان کې د معذورو کسانو لپاره په سرکاري کچه د روزګار ځانګړې کوټه موجوده ده، خو په قبایلي سیمو کې د دې پالیسۍ یا تګلارې د عملي کولو په اړه اوږدمهاله شکایتونه موجود دي. د اورکزو اوسېدونکي وايي چې نه یوازې د روزګار موقعې محدودې دي، بلکې د ځانګړو زده کړو او ټولنیز ملاتړ نظام هم کمزوری دی.

 

د ټولنیزي ښېګڼۍ ادارې ځیني چارواکي وايي چې د محدودو فنډونو او اداراتي ستونزو له امله ټولې اړتیاوې نه شي پوره کېدای، خو د سیمه ییزو خلکو په وینا عملي اقدامات لا هم کم دي.

 

د اورکزو د معذورو ځوانانو غوښتنه دا ده چې هغوي ته دې یوازې د مرستې وړ کسان نه، بلکې د برابر وګړو په سترګه وکتل شي. د دوي په باور، که حکومتي کوټه او ملاتړ عملي شي، نو دا کسان کولی شي نه یوازې خپل ژوند بدل کړي، بلکې د ټولنې په پرمختګ کې هم مهم رول ولوبوي.