د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په بغني او باغران ولسوالیو کې درې نوې روغتیايي ودانۍ له جوړېدو وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ د کډوالۍ نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
 

د هلمند د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نقیب الله فاتح، ویلي چې د دغو ودانیو د جوړولو چارې د عامې روغتیا ریاست د انجینرۍ ټیم او فیضي ساختماني شرکت له لوري په معیاري ډول ترسره شوې او له بشپړېدو وروسته اړوندو روغتیايي مسؤلینو ته وسپارل شوې.
 

د هغه په وینا، د دغو روغتیايي مرکزونو په فعالېدو سره به د بغني او باغران ولسوالیو اوسېدونکي خپلو سیمو ته نږدې لومړني او اساسي روغتیايي خدمات ترلاسه کړي او د لرې پرتو سیمو ناروغانو ستونزې به تر ډېره هوارې شي.
 

ځايي اوسېدونکو د دغو روغتیايي ودانیو پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او دا یې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره یو مهم ګام بللی دی.