په پېښور کې د ،مې په ۱۲مه، د باړې سیاسي اتحاد تر سیوري لاندې یو لاریون ترسره شوی وه چې پکې لاریونوالو د تیراه څخه د بې‌ کوره شویو کورنیو د بېرته ستنېدو او په سیمه کې د امنیت ښه کولو لپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه. چې وروستو په دغه شپه د حکومتي چارواکو او د باړه سیاسي اتحاد د غړو ترمنځ مذاکراتو نه پس دغه لاریون پای ته رسېدلی دی.

 

د باړې سیاسي اتحاد مشر ،ملک هاشم خان، شال نیوز ته په ټیلیفوني مرکه کې ویلي چې پرون مونږ په احتجاج کې د حکومت مخې ته څوارلس غوښتنې اېښودې وې، چې پکې د تیراه څخه د بې‌ کوره شویو کورنیو د ستنېدو نېټه ټاکل، په تیراه کې د پاخه شوي فصل رېبل او په باړه او اکاخېلو کې د زیاتېدونکې بدامنۍ وضاحت شامل وو، چې دا بدامني ولې رامنځته شوې او څنګه به ختمېږي.

 

د نوموړي په خبره، د تیراه د کډوالو لپاره چې کومې پیسې راغلې دي باید وضاحت یې وشي چې دا پیسې څنګه راغلې او چا ته ورکړل شوې دي، او د دې بشپړ لېسټ دې مونږ ته راکړل شي.

 

ملک هاشم خان وايي چې دوي اورېدلي دي، چې دغه پیسې داسې خلکو ته ورکړل شوې دي چې د تیراه سیمه یې په سترګو هم نه ده لیدلې یعنې په دې کې کرپشن شوی دی.

هغه دا هم وویل، چې د تیراه لپاره چې د نوکریو کوم اعلانونه شوي وو، مونږ غوښتنه کوو چې دا دې پر مېرټ ترسره شي.

 

ده وویل چې یوه غوښتنه دا هم وه چې په تیراه کې د چا پر ځمکه چې هر ډول چېک پوسټ یا تاڼه جوړېږي نو مالک ته دې یې معاوضه ورکړل شي. بله دا چې د تیراه لپاره د ۲۸ اربه روپیو کوم پیکج اعلان شوی، هغه دې هم مونږ ته واضح کړل شي چې دا روپۍ به کله او څنګه ترلاسه کېږي.

 

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسو څومره غوښتنې منل شوې دي؟ ملک هاشم خان وویل، چارواکو راته باور راکړی چې ځیني غوښتنې به په یوه یا دوو ورځو کې ومنل شي خو د تیراه د فصل، د کډوالو د ستنېدو نېټې او په اکاخېلو کې د بدامنۍ په اړه یې د راتلونکې جمعې په ورځ په بالا حصار قلعه کې بله غونډه رابللې ده چې پکې به د دوي په خبره وفاقي حکومت، صوبايي حکومت، امنیتي ځواکونه او د باړه سیاسي اتحاد استازي ګډون کوي.

 

ده زیاته کړه، چې په دغه ناسته کې به دا پرېکړه کېږي چې کډوال به څنګه او د کومې تګلارې له مخې تیراه ته بېرته ستنېږي، او د فصل په اړه به هم داسې تګلاره ټاکل کېږي چې وخت ضایع نه شي.

 

دوي دا هم وویل چې زمونږ په غوښتنو کې یوه دا هم شامله وه چې د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ دې د امنیتي ځواکونو چارواکي کېنول شي، څو چې له چا سره کومه هوکړه کېږي چې مونږ ترې پوښتنه وکړای شو.