د شمالی وزیرستان د میرام شاه وژلی شوي اسسټنټ کمشنر ،شاه ولي خان، ته د پاکستان د ولسمشر ،آصف علي زرداري، له لوري ،پس له مرګه، د هلالِ شجاعت سرکاری اعزاز ورکړل شو.
شاه ولي خان د کوز سويلي وزیرستان د واڼې اوسېدونکی و او د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۲مه نېټه د میرام شاه تر بنوں سړک پر سر د وسلوالو په برید کې وژل شوی و. نوموړی په خپل سرکاري موټر کې هغه وخت په په ډزو وویشتلی شو، چې هغه د امنیت د چارو لپاره په سفر کې و.
دغه سرکاري اعزاز په اسلام آباد کې د ولسمشر ماڼۍ کې د یوې رسمي غونډې پر مهال د هغه پلار، ملک سیف الله خان، ته وسپارل شو. په غونډه کې د حکومتي چارواکو له لوري د هغه د خدماتو یادونه وشوه او د وژل کېدو پېښه یې د دندې پر مهال د قربانۍ په توګه ثبت شوه.

صفدر داوړ