د بنو صدر تاڼې پولیس وایي، چې د یوې ځانګړې کارروايۍ پر مهال یې د نرښځي مستاني ،چې په دیواني هم پېژندلی کېده، د وژنې مرکزي تورن نیولی دی.

 

پولیسو ویلي، چې دا پيښه د ۲۰۲۶م کال د ،مې په ۱۰مه، رامنځته کېدو وروسته د بنو په صدر تاڼه کې مقدمه درج شوې وه. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د بنو ریجن ډي آیي جي ،سجاد خان، په هدایاتو او د ډي پي او بنو ،یاسر افریدي، تر څارنې لاندې ځانګړې پلټنیزه ډله جوړه شوه.

 

د پولیسو په وینا، ځانګړې ډلې د عصري پلټنو او پټو معلوماتو په مرسته د مقدمې مطلوب مرکزي تورن د بازار احمد خان نه ونیو.

لومړنۍ پلټنې ښيي چې وژل شوی نرښځی او نیول شوی تورن دواړه د “آیس” د نشې عادي وو. د پېښې په ورځ د نشې پر سر د لفظي شخړې وروسته، تورن په غصه کې پر مستاني د چړې پرله ‌پسې ګوزارونه کړي، چې له امله یې هغه ځای پر ځای مړه شوې.

 

پولیس وایي چې د نیولو پر مهال له تورن څخه د قتل په پېښه کې کارول شوی اوزار هم ترلاسه شوی دی او د قضیې نورې پلټنې روانې دي.