پولیس چارواکي وایي، چې د بنو په جاني خېل سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو د امنیتي ځواکونو لپاره راشن وړونکی یو شخصي ډاټسن ګاډی تښتولی دی۔

 

د پولیسو په وینا، پېښه ،د مې په ۱۳مه، هغه مهال رامنځته شوه کله چې له جاني خېلو قلعه څخه د راشن ډک ډاټسن د ملک شاهي امنیتي چیک پوسټ پر لور روان و۔

 

ځای سرچیني زیاتوي چې د شاهد خان کلي موړ ته نږدې مخ پټو وسلوالو ګاډی ودرولو، لومړی یې ډرایور یرغمال کړ او بیا یې له راشن ډک ګاډی له ځان سره ناڅرګند لوري ته یووړ۔

د دې پېښې زمه واري کومې ډلې نده منلې، خو امنیتي ځواکونو او پولیسو د اطلاع تر ترلاسه کولو وروسته په سیمه کې د لټون عملیات پېل کړي دي.