د پېښور د یوې ګڼې سیمي په تنګه کوڅه کی، د ماښام اذان لږ وخت پس، د یوې وړې کورنۍ په پخلنځي کی ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه. د اور لمبې دومره تېزې وې چې د کور د اوسېدو کوټه، پخلنځی او د ماشومانو بستره په څو دقیقو کی وسوځېدل. د ګاونډیانو په وینا، په کور کی د بجلي د نشتوالي له امله د د ډوډۍ پخولو لپاره د ګېس سلنډر کارېدو.

 

د کور مشر ژوندی پاتې شو، خو د هغه اته کلنه لور د سختو سوځېدو له امله څو ورځې پس په روغتون کی مړه شوه.

 

دا فقط یوه پېښه نه ده.

 

د خیبر پښتونخوا په ګڼو ښارونو، کلیو او قبایلي ضلعو کی هره ورځ د ګېس سلنډرو، خرابو پایپونو، غیرمعیاري ریګولېټرونو او غیرقانوني ریفلنګ له امله د اور لګېدو او چاودنو پېښې کېږي. خو د دغو پېښو لویه برخه نه ثبتېږي، نه پلټنه پرې کېږي او نه د قربانیانو لپاره د مرستې کوم باقاعده نظام شته.

 

په سرکاري کاغذونو کی دا بحران تقریباً نه ښکاري، خو په روغتونونو، هدېرو او سوځېدلو کورونو کی یې نښې هره ورځ لیدل کېږي.

 

خیبر پښتونخوا له کلونو راهیسي د بجلۍ د کمښت، اوږدو لوډشیډنګونو او د قدرتي ګېس د کم فشار له ستونزو سره مخ ده. په لرې پرتو سیمو کی داسې کورونه شته، چرته چې تر ورځو ورځو بجلي نه وي، او د ښارونو په ګڼو برخو کی د ماښام او د ژمي په موسم کې د ګېس فشار دومره کم وي چې خلک پرې ډوډۍ نه شي پخولی.

 

هم دغه خلا د ایل پي جي سلنډرو ډکه کړې ده. نن په پېښور، مردان، کوهاټ، بنو، ډېره اسماعیل خان، سوات، باجوړ، خیبر، کرمه او وزیرستان کی زرګونه کورونه د همدې سلنډرو په زور چلېږي. واړه هوټلونه، چایخانې، رکشې، سوزوکۍ او حتا نوي موټرسایکل رکشې هم په کورني سلنډرو زیاته تکیه کوي.

 

په ډېرو سیمو کی د ګاډو لپاره خاص سیسټمونه نه کارېږي، بلکې د کور استعمال عادي سلنډر د ګاډي تر څوکۍ لاندې ایښودل کېږي. ځینې ډرایوران د ارزانه ګېس لپاره له غیرقانوني دوکانونو سلنډر ډکوي، چې هلته نه د خوندیتوب اصول وي او نه د سرکار کومه سخته څارنه.

 

د پېښور یو رکشه چلوونکی وایي: “مونږ مجبور یو. پټرول ګران دي، بجلي نشته او خلک ارزانه سفر غواړي. که سلنډر نه وي نو رکشه نه شي چلېدلی.”

 

خو دا ارزاني کله کله د انسان د ژوند په بیه تمامېږي.

 

په سیمه ییزو رسنیو کی کله نا کله د “ګېس سلنډر چاودنې” یو لنډ خبر خپور شي، خو ډېرې پېښې هېڅکله خبر نه جوړېږي.

د ژغورنې ادارو ځیني پخواني او اوسني کارکوونکي وایي، په اوسط ډول هره ورځ د صوبې په بېلابېلو سیمو کی د اور لګېدو څلور یا پنځه داسې پېښې مخې ته راځي چې د ګېس سلنډر، لیکېدونکي پایپ یا خراب ریګولېټر له امله وي.

 

د ریسکیو یو موجوده افسر، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې تر اوسه پورې په صوبایي اسمبلۍ کی د ایل پي جي سلنډرو د استعمال، ریفلنګ، ټرانسپورټ او خوندیتوب لپاره جامع قانون سازي نه ده شوې.

 

 

ریسکیو ۱۱۲۲

 

 

هغه وویل: “هره ورځ خلک سوځي، کورونه تباه کېږي او ګاډي اور اخلي، خو دا اکثره پېښې د قانوني مقدمې په توګه نه اخستل کېږي. نه پولیس دې ته د باقاعده قانوني کیس په توګه ګوري او نه نورې قانون نافذوونکې ادارې پرې هغه ډول کارروایي کوي چې پکار ده.”

 

د هغه په وینا، زیاتره وخت د پېښې راپور یوازې د اور لګېدو تر حده محدود پاتې شي، خو دا نه کتل کېږي چې سلنډر غیرمعیاري و، که غیرقانوني ریفلنګ شوی و، او یا د خوندیتوب اصول مات شوي وو.

 

هغه زیاتوي چې حکومت هر کال د بیړني مرستندویه نظام، امبولېنسونو، سوځېدلو ناروغانو علاج، اور وژنې او د روغتیا په بیړنیو خدمتونو اربونه روپۍ خرڅوي، خو د مخنیوي لپاره عملي او سخت قانوني نظام نه جوړېږي.

 

د هغه په وینا: “که د خوندیتوب قانون عملي شي، غیرقانوني ریفلنګ بند شي او د خلکو پوهاوې وشي، نو د دې پېښو لویه برخه کمېدی شي. اوس حکومت یوازې د پېښې نه پس خرڅ کوي، د پېښې مخنیوی نه کوي.”

 

په ډېرو پېښو کی د کورونو ټول سامان سوځي، واړه کاروبارونه ختم شي او ځیني کورنۍ د ژوند تر پایه د علاج او قرضونو لاندې پاتې شي.

 

په روغتونونو کی د سوځېدلو ناروغانو ډاکټران وایي، د ډېرو کورنیو مالي حالت دومره خراب وي چې د علاج خرڅ هم سر ته نشي رسولی. ځیني ناروغان د پلاستیک سرجري یا اوږدې درملنې نه وړاندې مړه شي.

 

د خیبر پښتونخوا په ګڼو بازارونو کی داسې دوکانونه شته چې په ښکاره ډول سلنډر ډکوي. په تنګو کوڅو، دوکاندارو مارکیټونو او د خلکو د اوسېدو سیمو کی د ګېس انتقال او ریفلنګ روان وي. ځیني ځایونو کی خلک له غټو سلنډرو نه واړه سلنډر ډکوي او دا کار د اور لمبو تر څنګ کېږي.

 

د اور وژنې یو پخوانی افسر وایي: “تر ټولو خطرناک کار دا دی چې غیر روزل شوي کسان د خلکو د کورونو تر منځ سلنډر ډکوي. یو وړوکی لیک هم د غټې چاودنې لامل جوړېدی شي.”

 

خو د هغه په وینا، د قانون نافذوونکو ادارو چاپې اکثره لنډمهالې وي او کاروبار بیا څو ورځې پس بېرته پېل شي.

 

 

ریسکیو ۱۱۲۲

 

 

د توانایۍ، صنعت، صحت، بلدیاتو او ژغورنې ادارو تر منځ د رابطې کمزورۍ دا ستونزه نوره هم غټه کړې ده. ځیني چارواکي په غیر رسمي خبرو کی د ستونزې جديت مني، خو وایي چې د پوره شمېرو د نشتوالي له امله حکومت جامع پالیسي نه شي جوړولی.

 

هم دا د دې بحران تر ټولو خطرناک اړخ دی.
مرګونه شته، خو شمېرې نه شته. او چې شمېرې نه وي، نو حکومتونه اکثره بحران نه ویني.

 

په ګڼو هېوادونو کی د کورنیو سلنډرو لپاره سخت قوانین موجود دي. د سلنډرو د معاینې باقاعده نظام وي، د ختمېدو نېټه پرې لیکلی شوې وي، د ریفلنګ منظور شوي مرکزونه وي او د موټرو لپاره جلا حفاظتي سیسټمونه کارېږي.

 

خو په خیبر پښتونخوا کی ډېری خلک نه پوهېږي چې سلنډر کله زړېږي، ریګولېټر کله بدلول پکار دي او د لیک معلومولو خوندي طریقه څه ده.

 

ځینې کورنۍ لا هم د صابن اوبو پر ځای د اور لمبې په وسیله لیک ګوري، هغه عادت چې خپله د چاودنې لامل جوړېدی شي.

 

د اور پېښو قربانیان اکثره غریب خلک وي، رکشه چلوونکي، مزدوران، واړه دوکانداران او هغه کورنۍ چې نه جنریټر اخیستلی شي او نه سولر سیستم.

 

د پېښور د سوځېدلو ناروغانو د مرکز یوې رضاکارې وویل: “کله چې یو ماشوم وسوځي، ټوله کورنۍ ورسره وسوځي. مور پلار خپل ټول عمر د علاج قرضونه ورکوي.”

 

خو د هغې په وینا، د دغو کورنیو لپاره نه کوم مستقل سرکاري فنډ شته او نه د اوږدمهاله بیا رغونې نظام.

 

تر هغه چې بجلي کمه وي، قدرتي ګېس نه وي، ارزانه او خوندي ټرانسپورټ نه وي، غیرقانوني ریفلنګ روان وي او د خوندیتوب قانون عملي نه شي، نو د سلنډرو استعمال به نور هم زیاتېږي.

 

او ورسره به د اور لمبې هم.

 

 

ریسکیو ۱۱۲۲

 

 

خو شاید تر ټولو لویه سانحه دا نه وي چې خلک سوځي، بلکې دا وي چې د هغوي مرګونه اکثره نه شمېرل کېږي، نه یادېږي او نه یې څوک پوښتنه کوي.

 

په خیبر پښتونخوا کی د ګېس سلنډرو بحران یوازې د اور ستونزه نه ده، دا د غربت، کمزوري انفراسټرکچر، ناقصې څارنې او د انساني ژوند د ارزښت د کمېدو یوه خاموشه کیسه ده.