د پنجاب د راولپنډۍ ضلعې په ترنول سیمه کې د خیبر پښتونخوا د ګورنر په درناوي د باول سلیمان خېل او انور سلیمان خېل له خوا یو لویه غونډه جوړه شوه، چې پکې پښتنو مشرانو، وکیلانو، خبریالانو او سیاسي او ټولنیزې څېرو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون وکړ.

 

په دې غونډه کې د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي، ملک عنایت الله محسود، انور سلیمان خېل، اجمل وزیر، حمید شیراني او ایډوکیټ سمیع الله وزیر ویناوې وکړې.

 

د غونډې د اسټېج د سمبالولو چارې اسماعیل محسود ترسره کړې. په اسټېج ځینو نورو سیاسي او قبایلي څېرو لکه عبدالله ننگیال بیټني، کفایت الله آزاد، طارق وزیر، باول سلیمان خېل او عبدالحنان محسود هم موجود وو. په پنډال کې د بېلابېلو قبایلو ګڼ شمېر مشران او سپین ږیري هم ناست وو.

 

ویناوالو په خپلو ویناوو کې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د پښتنو د ستونزو، د افغانانو په نوم د پښتنو د نیولو او ځورولو، د نادرا او پاسپورټ په چارو کې د خلکو د مشکلاتو او د راولپنډۍ د وروستۍ پېښې وروسته د محسود قبیلې د کسانو پر ضد د اقداماتو په اړه اندېښنه وښوده.

 

په غونډه کې د راولپنډۍ د سراج محسود د وژنې پېښې ته هم اشاره وشوه او د عدالتي او شفافې پلټنې غوښتنه وشوه.

 

ګورنر فیصل کریم کنډي په خپله وینا کې وویل چې ټولې مطرح شوې ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي. هغه زیاته کړه چې د سراج محسود قضیه به د خبرو اترو او جرګې له لارې د حل هڅه وشي، څو وضعیت نور خراب نه شي او دا ستونزه د قامي یا صوبایي تعصب لامل ونه ګرځي.