د سویلي وزیرستان د واڼې ډګري کالج زده کوونکو د سیمي او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د روانې ناامنۍ، بمي چاودنو او ډرون بریدونو پر ضد نن ،د مي په ۱۴مه، امن لاریون ترسره کړ.

 

دغه لاریون د اسلامي جمعیت طلبه په مشرۍ ترسره شو، چې پکې د سویلي وزیرستان د دغه تنظیم ناظم رفیق سلمان هم ګډون وکړ. ګډونوالو د امن، د تعلیمي ادارو د خوندي چاپېریال او د ځوانانو د راتلونکي د تحفظ لپاره شعارونه ورکړل.

 

د زده کوونکو په وینا، سیمه د اوږدې مودې راهیسي د ناامنۍ له وضعیت سره مخ ده او دوي غواړي چې د تعلیم او پرمختګ لړۍ په بشپړ امن کې دوام ومومي.

 

د سویلي وزیرستان په ګډون د قبایلي ضلعو خلک په تېرو کلونو کې د امنیتي پېښو او بې‌ ثباتۍ له امله سخت اغېزمن شوي دي، چې تر ټولو ډېر تاوان یې د تعلیم او عامه ژوند برخو ته رسېدلی دی.