د بر سوات چارباغ د مېوو کروندګر وايي چې د سږ کال وروستیو ږلۍ او بې وخته بارانونو له امله د شفتالو او نورو مېوو باغونه سخت زیانمن شوي دي. د دوي په وینا، د موسم ناڅاپي بدلون د مېوو په پېداوار او منډۍ مستقیم اغېز کړی دی.

 

د بر سوات په بېلابېلو سیمو کې د سختې ږلۍ له امله د شفتالو زیاتره مېوه له ونو غورځېدلې ده، او پاتې مېوه هم خرابېږي، چې له کبله یې په منډۍ کې نرخونه کم شوي دي.

 

باغوانان ،احمد خان او ریاض احمد، وايي چې سږ کال حالاتو د دوي ټولې هیلي له منځه وړې دي او د ګټې پر ځای له درنو تاوانونو سره مخ دي.

احمد خان وویل: “ږلۍ زموږ زیاتره فصل له منځه وړی دی. پاتې مېوه هم په منډۍ کې ښه قیمت نه لري. مونږ ته صرف تاوان ښکاري.”

 

ریاض احمد زیاته کړه: “که حکومت راسره مرسته ونه کړي، نو بزګران به نور هم له سخت مالي حالاتو سره مخ شي. زموږ د کورونو خرچ هم په همدې باغونو پورې تړلی دی.”

 

د زرعي څېړنو ادارې سیمه‌ییز ډایرکټر ،محمد روشن، وايي چې د بې وخته بارانونو او ږلۍ پېښې د موسمي بدلون له امله په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي.

 

محمد روشن وویل: “د موسمونو بدلون او د هوا شدت زیاتېدو له امله د ږلۍ پېښې ډېرې شوې دي. دا مستقیم د مېوو باغونو ته تاوان رسوي او هر کال یې اثر زیاتېږي.”

 

نوموړي زیاته کړه چې د اېکسټېنشن څانګه به د زیانمنو علاقو سروې وکړي او راپور به حکومت ته وړاندې کړي، څو د بزګرانو لپاره د مرستې او تاوان د ازالې پرېکړه وشي.

تر اوسه د تاوان رسمي شمېرې مخې ته ندي راغلي، خو سیمه‌ییز بزګران د زر سروې او حکومتي مرستې غوښتنه کوي.