په شمالي وزیرستان کې د شوا تحصیل اوسېدونکو او د سياسي ګوندونو يو ګډ اتحاد د روانې بدامنۍ پر ضد ،د مې په ۱۵مه، د قامي جرګې د رابللو اعلان کړی دی.
د سياسي اتحاد شمالي وزیرستان مشر خليل وزير، شال نيوز ته وويل، چې دا جرګه به د جمعې په ورځ د شوا جامع جومات ته نږدې جوړه شي، چې پکې به د اتمانزو قامي مشران، سياسي او ټولنيز شخصيتونه او ځوانان ګډون کوي.
نوموړي وويل چې په سيمه کې د تېرو څو اوونيو راهيسي د امنيتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښتې روانې دي، چې له امله يې د عامو خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.
هغه زياته کړه، “د بدامنۍ له امله ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سيمو کډه کولو ته اړې شوې دي، او د نښتو په ترڅ کې د خلکو کورونه، جوماتونه، بازارونه او دوکانونه زيانمن شوي دي.”
د ده په وينا، په ټوله سيمه کې د وېرې فضا خپره شوې او ځايي اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ شوی او په عملي ډول فلج حالت ته رسېدلی دی.
خليل وزير وويل چې د دې جرګې اساسي هدف د کابل خېلو قام د اغېزمنو خلکو غږ پورته کول دي او د راتلونکو ګامونو په اړه ګډه تګلاره جوړول دي.
هغه زياته کړه، “په جرګه کې چې هره پرېکړه وشي، که هغه احتجاج وي، پرلت وي او يا بل کوم لاره، نو ټول به پرې په ګډه عمل کوي.”

صفدر داوړ