ځایي سرچیني وایي چې د کوز سویلي وزیرستان د ،توې خله کلا، په سیمه کې ،د مې په ۱۳مه، د شپې د ناڅرګند لوري یو مارټر ګولۍ ویشتلی شوې، چې د ،محمد ګل دوتاني، پر کور لګېدلې ده.

 

د ځایي خلکو په وینل، د پېښې له امله یو ماشوم ژوبل شوی او د کور ودانۍ ته هم مالي زیان اوښتی دی. ځایي اوسېدونکي دا هم وایي چې د داسې پېښو له امله عام خلک سخت په ویره کې ژوند کوي.

 

د سیمې د یو مشر ،احمد خان په وینا، دا پېښه د امنیتي ادارو د “غفلت” نتیجه ده او ،د ده په ادعا، هره نښته او ګوله باري تر ټولو زیات زیان عامو خلکو ته رسوي. هغه ویلي چې که په راتلونکي کې هم د خلکو د کورونو خوندیتوب ته پام ونه شي، نو ولس به د ،توې خله کلا، مخې ته احتجاج یا پرلت کولو ته مجبور شي.

 

احمد خان همدارنګه غوښتنه کړې چې د عملیاتو او نښتو پر مهال دې د ولسي سیمو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي او د عامو خلکو د ژوند او مال د زیان مخه دې ونیول شي.