د خېبر ضلعې پولیس چا رواکي واي، چې د تیراه درې په اکاخېلو سیمه کې د ناڅرګنده لوري د یو ډرون الوتکې برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه پنځه ځايي کسان ټپیان شوي دي.
پولیس وايي، د ډرون له لوري توغول شوې یوه ګولۍ په استوګنیزه سیمه کې ولوېد، چې له امله یې ملکي وګړي ژوبل شول.
ټپیان سمدستي د درملنې لپاره د ډوګره روغتون ته لېږدول شوي، چرته چې ،د روغتیايي سرچینو په وینا، د ځینو ټپیانو حالت نازک بلل شوی.
امنیتي سرچیني وايي، له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې او امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي. د قانون پلي کوونکي ادارې د پېښې ځای ته رسېدلې او د شواهدو راټولولو او پلټنو بهیر یې پېل کړی دی، څو څرګنده کړي چې دا برید د چا له لوري ترسره شوی او اصلي هدف یې څه و.
په دې وروستیو کې د پخوانیو قبایلي سیمو، په ځانګړې توګه خېبر، شمالي او سویلي وزیرستان کې د ډرون بریدونو او هدفي پېښو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، چې له امله یې ځايي خلک د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.
بل لور ته، قبایلي مشران او د سیمي اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او د دا ډول پېښو رښتینې او شفافې پلټنې وکړي.

شال نیوز