د چارسدې د پولیسو ویاند سیف الله ویلی، چې تېره میاشت د دې ضلعې پر یوې امنیتي پوستې په برید کې سخت ژوبل شوي پولیس سرتېري ،د مې په ۱۴مه، په روغتون کې ساه ورکړه.
هغه وویل، چې کانسټبل سجاد خان هغه وخت ژوبل شو کله چې ناڅرګندو وسلوالو ،د اپریل پر ۲۲مه، د عزیز اباد پر امنیتي پوسته د چاودیدونکو توکو برید وکړ. هغه زیاته کړه چې دغه کانسټبل په خورا نازک حالت کې روغتون ته وړل شوی و، چې د زیارت په شپه یې د درملنې پر مهال ساه ورکړه.
سیف الله وویل چې د کانسټبل د جنازې لمونځ د زیارت په سهار په پولیس لاینز چارسده کې د سرکاري اعزاز سره ترسره شو. د پولیسو یوې چمتو ډلې وژلی شوي ته سلامي ورکړه او پر مړي یې د ګلانو ګېډۍ کېښودل شوې.
په دغه مراسمو کې د ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) محمد وقاص خان، د پلټنو ایس پي عالمزیب خان، د هیډکوارټر ډي ایس پي انور خان، د سي ټي ډي ډي ایس پي جمشید خان، د وژلی شوي سرتیري خپلوانو او د سیمي ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
ډي پي او محمد وقاص خان د وژل شوي کانسټبل قربانۍ ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې. هغه زیاته کړه چې پولیسو تل د امن په ساتلو او د وسلوالو په نښه کولو کې د لومړۍ کرښې رول لوبولی او د دغه کانسټبل مېړانه او جذبه به تر ډېره یاده وساتل شي.
خېبر پښتونخوا په تېر یو کال کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهده ده. د سي آر ایس ایس د ۲۰۲۵ کال د امنیتي راپور له مخې، په دغه صوبه کې د ځاني زیانونو شمېر ،په ۲۰۲۴ کال کې، له ۱۶۲۰ څخه ،په ۲۰۲۵ کال کې، ۲۳۳۱ ته لوړ شوی دی.
د روانې اوونۍ په سهشنبه، د لکي مروت په سرای نورنګ کې د یوې چاودنې له امله د دوو ټرافیک پولیسو په ګډون ۹ تنه وژلی شوي او ۳۳ نور ژوبل شوي دي. همداراز د شنبې په شپه په بنو کې د بارودو ډک موټر برید کې ۱۵ پولیس افسران وژلی شوي وو.

شال نیوز