سرچیني وایي، چې د بنو ضلعې د ریسکیو ۱۱۲۲ ایمرجنسي میډیکل ټیکنیشن ثاقب خان، چې ،د مې په ۱۳مه، تښتول شوی و، نن د یوې ځایي جرګې له مداخلې وروسته په خوندي ډول خوشی شوی او خپلې کورنۍ ته سپارلی شوی دی.

 

سرچیني وایي، ثاقب خان د ناڅرګنده کسانو له خوا تښتول شوی و، خو د پېښې په اړه تر اوسه د تښتوونکو د هویت او موخو په اړه معلومات نه دي څرګند شوي.

 

چارواکي او سیمه‌ ییزې سرچیني زیاتوي چې د هغه د خوشې کېدو لپاره د ځایي مشرانو جرګې توندې هلې ځلې وکړې، چې له امله یې نوموړی په خوندي ډول راخوشې شو.

 

چارواکي وایي چې د پېښې پلټنې روانې دي او امنیتي ادارې هڅه کوي چې د پېښې نور جزئیات روښانه کړي.