د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر ،محسن نقوي، نن ،د مې په ۱۴مه، په پېښور کې د پولیسو هیډکوارټرز دوره کړې او په بنو کې د ترهګریز برید پر مهال د وژل شوو ۱۵ پولیس سرتېرو له کورنیو سره یې لیدلي دي۔
محسن نقوي د وژل شویو پولیسو قربانیو ته د درناوي پیرزوینې وړاندې کړې او د وژل شویو پولیسو د میندو سره یې غمرازي او خواخوږي څرګنده کړې ده۔
په دې موقع، نوموړي وویل چې ستاسو په شان د زړورو میندو حوصله زمونږ عزم نور هم پیاوړی کوي او زیاته یې کړه، چې ده وژل شویو سرتېرو د مېړانې لوړه بېلګه جوړه کړې او د شهادت ستر مقام یې ترلاسه کړی دی۔
وفاقي وزیر محسن نقوي ته د سي ټي ډي خیبرپښتونخوا په اړه د امنیتي وضعیت، د وفاقي او صوبایي قانون نافذونکو ادارو ترمنځ د همغږۍ او روانو عملیاتو په اړه بریفنګ هم ورکړل شو۔
وفاقي وزیر محسن نقوي د وژل شویو یادګار ته هم ورغلی او هلته یې ګلونه کېښودل او فاتحه یې وکړه۔ وروسته یې د خېبر پښتونخوا سیف سټیز پروژې دوره وکړه او د ‘انټیګریټډ کمانډ اینډ کنټرول سنټر’ معاینه یې وکړه چرته چې ورته د جدیدو کېمرو د نظام په اړه معلومات ورکړل شول۔

سلمان یوسفزی