د بنو د هوېد تاڼې پولیس ویلي، چې د زرګر ممه خېل سیمه کې ناڅرګندو موټرسايکل سپرو په ډزو کې د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکی ،عثمان، خپل ژوند له لاسه ورکړ۔
 

د پولیسو په وینا، د ډزو له امله هغه سخت ټپي شو او په موقع یې ساه ورکړه، په داسې حال کې چې بریدګر له سیمي په تېښته بریالي شول.
 

سرچینې وایي چې د وژل شوي عثمان ورور د پولیسو کانسټیبل دی. د پېښې وروسته په سیمه کې ویره او اندېښنه خپره شوې او د پولیسو درنه نفري سیمي ته رسېدلې ده۔
 

د وژل شوي کارکوونکي جسد سمدستي د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته انتقال کړی شو، چرته چې له قانوني کارروایۍ وروسته مړی وارثانو ته وسپارل شو.
 

د هوېد تاڼې پولیسو د ناڅرګنده کسانو پر ضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پېل کړې دي، بلخوا د بریدګرو د نیولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې د لټون عملیات روان دي، خو تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسولیت ندی منلی.