ځایي سرچینو ویلي، چې د بنو جاني خېلو سیمه کې ،د مې په ۱۴مه، د مبینه ډرون برید له امله پنځه ماشومان ټپیان شوي دي۔
د سرچینو په وینا، له پېښې وروسته ټپیان ماشومان د علاج لپاره د بنو ضلعي هیډکوارټر روغتون ته انتقال کړل شول، چرته چې هغوي ته طبي مرستې ورکول کېږي۔
د سرچینو په وینا، په ټپیانو کې ۱۱ کلن انس، ۸ کلن ریحان، ۱۴ کلن سنیب، ۱۷ کلن ایات او ۱۴ کلن یاسر شامل دي، چې ټول د جاني خېلو اوسېدونکي دي۔
سرچینې زیاتوي چې د ټپیانو ماشومانو حالت له خطره بهر ښودل شوی، خو د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي۔

غلام اکبر مروت