د باجوړ د پولیسو مشر (ډي پی او) خالد خان وایي چې ،د مې په ۱۴مه، د شپې د لوي ماموند په دامنګي سیمه کې پر یوه پوځي مرکز د وسلوالو لخوا د موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی، چې په پایله کې یې د یو ملکي وګړي په ګډون ۹ سرتیري وژلی شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا د ټپیانو له ډلې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

 

سرچینو شال نیوز ته ویلي چې شاوخوا ۱۰ وسلوالو لومړی د پوستې پر ګېټ نمبر ۲ ځانمرګی برید ترسره کړ، او وروسته نور وسلوال د کیمپ دننه داخل شوي دي. د سرچینو په وینا له برید وروسته په سیمه کې سختې نښتې هم شوې دي.

 

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۱ ملکي وګړی په کمپ کې د کینټین چارې پر مخ وړلې.

 

په وژل شویو سرتېرو کې د ۲۶ فرنټیر فورس نائب صوبیدار الله دیتا، د ۱۷۲ سګنل حوالدار عمر فیاض، نایک جواد، د ۲۶ فرنټیر فورس نایک امر رضا، سپاهي عمر، سپاهي فیصل، سپاهي کلیم او د بي ایس ایس او ایس نایک نعمت شامل دي.

 

امنیتي سرچیني زیاتوي چې په پېښه کې د بېلابېلو پوځي یونټونو ۳۵ سرتېري ټپیان شوي دي، چې پکې د ۲۶ فرنټیر فورس، ۵۵ بریګېډ او ۱۷۲ څانګې پرسونل شامل دي.

 

امنیتي ځواکونو ویلي چې په نښته کې وسلوالو ته هم ځاني زیان اوښتی، خو جزئیات یې لا نه دي روښانه شوي. د پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې او د پلټنې او پاکولو عملیات روان دي.

 

د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده. د ډلې ویاند خالد خراساني تېره شپه ناوخته په یوه بیان او لنډه ویډیو کې ادعا کړې وه چې د دوي وسلوال بریدګر د ځانمرګي برید وروسته د پوځي مرکز دننه داخل شوي وو.

 

بل لور ته دا هم راپور شوي چې د ځانمرګي برید زور دومره شدید و چې د پېښې له ځای څخه یو تر دوو میلو لرې د ملکي خلکو د کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي، خو دا ادعا هم تر اوسه له خپلواکو سرچینو نه ده تایید شوې.

تر اوسه د پاکستان پوځ یا حکومتي چارواکو له لوري د پېښې په اړه رسمي تفصیلي بیان نه دی خپور شوی.