په هنګو کې د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې پر سر د اوږدې شخړې له امله په وسلواله نښته کې یو تن وژلی شوی او دوه نور کسان تښتولی شوي دي، په داسې حال کې چې د احتجاج په توګه د وژل شوي کس جسد د دوآبې په مقام پر لویه لاره ایښودل شوی چې له امله یې سړک بند شوی دی.

 

د ډي ایس پي مجاهد حسین په وینا، دا پېښه ،مې په ۱۵مه، د هنګو په دو‌ابه سیمه کې رامنځته شوې، چرته چې د پلوسین وزیر او درسمند قام ترمنځ د زمکې پر سر پخوانۍ شخړه یو ځل بیا تاوتریخوالي ته اوښتې ده، چې پکې د درسمند قام یو تن وژل شوی او د دوو کسانو د تښتول کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

 

د هنګو د پولیسو مشر ډي پي او طارق حبیب ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د پولیسو لویه نفري سیمي ته رسېدلې او وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی. د هغه په وینا، د دواړو لورو ترمنځ اوربند ټینګ شوی او د تښتول شوو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.

 

پولیس زیاتوي چې په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره نور تدابیر هم نیول شوي او له دواړو خواوو سره د سولې د هڅو لپاره خبرې اترې روانې دي.