امنيتي چارواکي وایي چې ،د مې په ۱۵مه، د شپې ناوخته د کوزې کرمې په میروخېل سیمه کې په یوې امنیتي پوستې وسلوال برید شوی، چې په کې د وفاقي کنسټبلرۍ دوه سرتېري وژلی شوي دي.
ځایي امنیتي سرچینو شال نیوز ته ویلي، چې دا پېښه د شپې شاوخوا درې بجې رامنځته شوه، او له برید وروسته د دواړو خواوو ترمنځه نښته هم وشوه. امنیتي سرچینو په دې پېښه کې د ایف سي صوبیدار نجیب او او د هغه مرستیال شمیم د وژنې پخلی کړی دی.
سرچیني زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر هم وژلی شوی دی، چې مړی یې د پېښې له ځایه ترلاسه شوی دی، خو نور بریدګر بېرته تللي. راپورونه وایي، بریدګرو د پوستې پر سي سي ټي وي کېمرو هم ډزې کړي او هغه یې زیانمنې کړې دي.
امنیتي ځواکونو د پېښې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات پېل کړي دي، خو تر دې دمه د برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

علي افضل افضال