په پېښور کې د اورکزو د قبیلي ماموزیو مشرانو او ځوانانو د خپلو حقونو لپاره یو ځل بیا احتجاج کړی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده، چې د ناامنۍ او تاوتریخوالي له امله زیانمنو شویو کورنیو ته دې زر تر زره مرستې او تاوانونه ورکړی شي.

 

مظاهره چیانو وویل چې د ناامنۍ په دوران کې زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شوې، خو تر اوسه پورې د حکومت له لوري اعلان شوي تاوانونه نه دي ورکړی شوي.

 

د ماموزيو د مشرانو په وینا، شاوخوا یو کال وړاندې حکومت د ۳۱۸۹ متاثره کورنیو سروې بشپړه کړې او نوملړونه یې هم خپاره کړي وو، خو تر اوسه دغو کورنیو ته مالي مرستې نه دي رسېدلي.

 

د جرګې مشرانو وویل چې د ناامنۍ پر مهال ماموزيو درنې ځاني او مالي قربانۍ ورکړې دي. زرګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې او اوږده موده یې د کډوالۍ ژوند تېر کړی دی. د دوي په وینا، د خلکو کورونه، کاروبارونه او شتمنۍ سختې زیانمنې شوي، خو لا هم له اساسي اسانتیاوو او مرستو بې برخې دي.

 

مشرانو دا هم وویل چې د سروې پر مهال د ځینو مستحقو کورنیو د نه شاملېدو له امله زرګونه چکونه بند شوي، چې له امله یې متاثره خلک له سختو مالي ستونزو او ذهني فشار سره مخ دي.

 

د ماموزيو خلکو د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر، وفاقي حکومت او اړوندو ادارو څخه غوښتنه کړې چې د سروې ټول منظور شوي چکونه دې زر تر زره جاري شي، بند شوي چکونه دې بحال شي، او د شفاف او انصاف پر بنسټ پروسې له لارې دې هرې متاثره کورنۍ ته خپل حق ورکړل شي، څو هغوي باعزته ژوند ته ستانه شي.