د بنو په هوېد سیمه کې د ریسکیو ۱۱۲۲ د وژل شوي ډرایور ،عثمان، د جنازې مراسم نن ،د مې په ۱۵مه، په خپله پلرنۍ سیمه زرګر ممه خیل کې ترسره شول.
د راپورونو له مخې، عثمان تېره ورځ ،د مې په ۱۴مه، د ناڅرګنده وسلوالو په برید کې وژل شوی و. بریدګرو هغه مهال پر نوموړي ډزې وکړې کله چې هغه په سیمه کې موجود و.
پولیسو تایید کړې چې عثمان د پولیس کانسټبل ،رخصار، ورور و او دا په خیبر پښتونخوا کې لومړی ځل دی چې د یوې امدادي ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکی په نښه کېږي.
د جنازې په مراسمو کې د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو، پولیسو او د سیمي خلکو په لویه کچه ګډون کړی و. تر اوسه د دې برید انګېزه نه ده معلومه شوې او نه هم کومې وسلوالې ډلې د دې پېښې مسولیت منلی دی. پولیسو د بریدګرو د نیولو لپاره په سیمه کې پلټنې پېل کړې دي.

صفدر داوړ