د خيبر پښتونخوا حکومت د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو بهير د چټکولو لپاره هره ورځ د ۵۰۰ ټرکونو د پولې پورې د تېرولو هدف ټاکلی دی۔

 

دا پرېکړه د پېښور ډويژن د کمشنر ،رياض خان محسود، په مشرۍ په يوه مهمه غونډه کې شوې، چې د اعلا وزیر سهېل آفريدي په ځانګړو لارښوونو ترسره شوه۔ غونډه کې د ايف آیي ای، نادرا، کسټمز، فرنټير کور او ضلعي ادارو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و۔

 

چارواکو د افغان کډوالو د ستنېدو روان بهير تفصيلي جاج واخيست او د ادارو ترمنځ د لا اغېزمنې همغږۍ لپاره یې مهمې پرېکړې وکړې۔ په غونډه کې ټينګار وشو چې د ټولو ادارو ترمنځ به ګډه همکاري زياته شي، څو کډوالو ته د درناوي او انساني همدردۍ له مخې اسانتياوې برابرې شي۔

 

کمشنر پېښور ډويژن هدايت وکړ چې هره ورځ دې لږ تر لږه ۵۰۰ ټرکونه د ټولو قانوني او امنيتي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د تورخم له لارې واوړي۔ نوموړي وويل، د دې اقدام هدف دا دی چې د اوږدو قطارونو، ټرافيکي ستونزو او د کډوالو د اوږده انتظار مخه ونيول شي۔

 

غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې غير ضروري چکونه به کم کړل شي او هغه خنډونه به لرې کړل شي چې د ستنېدو بهير ورو کوي۔

چارواکو ته دا هم سپارښتنه وشوه چې د ګرمو موسمي حالاتو په نظر کې نيولو سره دې کډوالو ته بنسټيزې اسانتياوې لکه سيوری، د څښاک اوبه، طبي مرستې او نور ضروري خدمات برابر کړل شي، څو د هغوي ستونزې راکمې شي۔

 

کمشنر رياض خان محسود وويل، حکومت د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو لپاره ژمن دی او دا بهير به په منظم، چټک او د انساني اصولو مطابق پر مخ وړي، او دی به خپله د دې بهير څارنه کوي۔