د شمالی وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي او د جمعیت علماء اسلام (ف) یو مشر ،مفتي مصباح الدین، په شوا تحصیل کې د روانو پوځي عملیاتو سخت مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د تېرو دوو لسیزو پرله پسې عملیات د امن په ټینګښت کې ناکامه پاتې شوي دي.
نوموړي په اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ مخې ته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د وزیرستان په روان امنیتي وضعیت ژوره اندېښنه وښوده. هغه وویل چې د عملیاتو په نوم د سیمو عامو خلکو ته درانه زیانونه اوښتي، کورونه، جوماتونه او بازارونه ویجاړ شوي دي.
مفتي مصباح الدین ادعا وکړه چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په پایله کې بې ګناه ماشومان وژل شوي او د ګرځبندیز له امله د خلکو ورځنی ژوند په ټپه درېدلی دی. د هغه په وینا، د اوږدمهالو عملیاتو باوجود د امن د ټینګښت هدف نه دی ترلاسه شوی.
هغه له حکومته وغوښتل چې په شوا تحصیل او نورو سیمو کې پوځي عملیات سمدستي ودروي، د ولسي خلکو د سر او مال تاوانونه جبران کړي، او بې کوره شوي وګړي په عزت سره خپلو سیمو ته ستانه کړي.
نوموړي د حکومت هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په سیمه کې بشپړ دولتي واکمني ټینګه شوې ده. هغه وویل چې حقیقي دولتي حاکمیت هغه وخت معنا لري چې خلک په خپلو کورونو او بازارونو کې خوندي وي، خو په سیمه کې لا هم هدفي وژنې، چاودنې او بریدونه روان دي.
هغه زیاته کړه چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د دې نظر ملاتړ کوي چې بې نتیجې مذاکرات ګټه نه لري او حکومت باید د سولې لپاره یوه روښانه او عملي تګلاره خپله کړي.
مفتي مصباح الدین د وزیرستان پر خلکو غږ وکړ چې خپلې پر امنه احتجاجي هڅې جاري وساتي، ځکه چې د هغوي غږ اوس په پارلمان کې هم په قوي ډول پورته کېږي.

صفدر داوړ