د نوشکي سټي تاڼې ایس ایچ او، شال نیوز ته ویلي، چې د براهوي ژبې نوموتی لیکوال، شاعر او استاد پروفیسر محمد حیات، چې په “غمخوار حیات” هم پېژندلی کېده، نن ،د مې په ۱۶مه، د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو وژل شوی دی.

 

پروفیسر محمد حیات د نوشکي ‘ګورنمنټ بوائز ډګري کالج’ کې د براهوي ژبې د اسسټنټ پروفیسر په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی د بلوچستان له پېژندل شویو ادبي څېرو څخه و او د شپاړسو کتابونو لیکوال هم و.

 

د ایس ایچ او په وینا، پروفیسر محمد حیات پر موټرسایکل له خپل کور څخه د نوشکي ښار پر لور روان و، چې ناڅرګنده وسلوالو کسانو پرې د کلي مینګل هدیري سیمي ته نږدې ډزې وکړې.

 

پولیس وایي، د برید له امله نوموړی پر ځای وژل شوی او جسد یې د قانوني او طبي چارو د بشپړولو لپاره د میر ګل خان نصیر ټیچنګ روغتون ته لېږدول شوی دی. امنیتي ادارو د پېښې پلټنې پېل کړي خو تر اوسه د بریدګرو د پېژندنې یا نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

 

بل لور ته، د پروفیسر محمد حیات “غمخوار حیات” د جنازې د لمانځه اعلان هم شوی دی. د کورنۍ د معلوماتو له مخې، د نوموړي جنازه به نن د مازدیګر له لمانځه وروسته د ماښام په ۶:۳۰ بجې د کلي مینګل په هدیره کې ادا کېږي.

 

پروفیسر محمد حیات د براهوي ژبې او ادب په برخه کې مهم خدمات ترسره کړي وو او د هغه مړینه په ادبي او علمي کړیو کې لویه ضایعه بلل کېږي.