د خيبر پښتونخوا په پېښور، شمالي او سویلي وزيرستان، خېبر، کرم، اورکزي، باجوړ، مهمند او بره دیر په ګډون په بېلابېلو ضلعو کې خبريالانو او د رسنیو کارکوونکو د خپلو حقونو په ملاتړ پراخ احتجاجونه کړي دي.

 

دغه مظاهرې د خبريالانو د اتحاديې (خيبر يونين آف جرنلسټس) په غوښتنه ،د مې په ۱۵مه، ترسره شوې، چې موخه یې د دندو نه جبري لرې کولو، د مياشتو راهيسي د تنخواګانو نه ورکولو، او د رسنیو د کارکوونکو د اقتصادي استحصال پر ضد غږ پورته کول وو.

 

مرکزي احتجاج د پېښور پرېس کلب مخې ته ترسره شو، چې پکې د خيبر يونين آف جرنلسټس غړو، د پېښور پرېس کلب مشرانو، نارينه او ښځينه خبريالانو او ګڼ شمېر د رسنیو کارکوونکو ګډون وکړ.

 

 

د بنو او واڼې خبریالان د احتجاج په مهال

 

 

ګډونوالو په لاسونو کې بينرونه او پلې کارډونه پورته کړي وو چې پرې د خبریالانو د حقونو، د تنخواګانو د ادايګۍ، د دندو نه د جبري لرې کولو مخنیوي، د خبريالانو د خوندیتوب د قانون د نافذولو او د اظهار د آزادۍ په ملاتړ شعارونه ليکلی شوي وو.

 

مظاهره کوونکو وويل چې د اقتصادي فشار له لارې د خبريالانو د غږ خاموشه کولو هڅې روانې دي، چې دا د صحافت د آزادۍ پر ضد يو جدي اقدام دی. هغوي زياته کړه چې د رسنیو مالکان د کارکوونکو سره غيرانساني چلند کوي، خو حکومت په دې اړه چوپ پاتې دی، او خبرداری یې ورکړ چې که دا وضعيت بدل نه شي، نو احتجاجونه به لا نور هم پراخ کړي.

 

د احتجاج پر مهال د خيبر يونين آف جرنلسټس مشر کاشف‌الدين سيد، د پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټس د کارکوونکو مشر شميم شاهد، د پېښور پرېس کلب مشر ايم رياض او نورو ويناوالو وويل چې د رسنیو د کارکوونکو پر ضد بې‌ انصافۍ نورې د زغم وړ نه دي.

 

هغوي وويل چې زرګونه خبريالان له مياشتو راهيسي د تنخواګانو د بندښت سره مخ دي او په بېلابېلو ادارو کې جبري ایستل روان دي.

 

 

د  مهمندو او بره دیر خبریالان د احتجاج په مهال

 

 

ویناوالو له خيبر پښتونخوا حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د اطلاعاتو محکمه دې د سرکاري اعلانونو ورکول له دې شرط سره وتړي چې د رسنیو ادارې د کارکوونکو پاتې تنخواګانې ادا کړي او د دندو نه جبري کول دې بندې کړي. همدارنګه د خبريالانو د خوندیتوب قانون سمدستي نافذولو غوښتنه هم وشوه.

 

احتجاج کوونکو د پېکا قانون لاندې د خبريالانو پر ضد مقدمې او نوټسونه وغندل او ويې ويل چې دا ډول اقدامات د اظهار د آزادۍ خلاف دي.

 

ویناوالو خبرداری ورکړ چې که د دوي غوښتنې او د رسنیو د کارکوونکو ستونزې زر حل نه شوې، نو دا احتجاجي تحريک به ټول هېواد ته وغځول شي.